د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د سټلایټ داسې انځورونه تر لاسه کړي چې پکې ښودل کیږي ایران د فردو اتومي بټۍ ته څیرمه چې د ځمکې لاندې جوړه شوې، د رغونې فعالیتونه پیل کړي.
ایراني چارواکو دغه اتومي بټۍ تر ډیره وخته پټه ساتلې وه او تر اوسه یې پدې بټۍ کې په عامه توګه د کار کولو په هکله څه ندي ویلي.
غربي هیوادونو دا پټه ساتل شوې اتومي بټۍ په ۲۰۰۹ کال کې پیدا کړله.
د فردو په اتومي بټۍ کې هر ډول فعالیت ښایي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت په پاتې ورځو کې اندیښنې پیدا کړي.
د سټلایټ د انځورونو نه ښکاري چې د رغونې کارونه د فردو د اتومي بټۍ په شمال لویدیځه څنډه کې روان دي.
د فردو اتومي بټۍ د قُم په ښار کې ده چې د پلازمینې تهران نه تقریباً ۹۰ کیلو متره جنوب لویدیځ خوا ته پروت دی.
په یو انځور کې چې د روانې ډسمبر د میاشتې په ۱۱مې نیټې اخیستل شوی، داسې ښکاري چې د ستنو د دریدو لپاره ځمکه کیندل شوې. دا پایي معمولاً د زلزلو په مقابل کې د ودانیو د مقاومت لپاره جوړیږي.
دا نوې ودانۍ د غرونو په منځ کې جوړیږي او هدف یې د ممکنه هوایي بریدونو نه بچ کیدل دي.
دا نوې ودانۍ د ایران د ملي خلا د ټکنالوژۍ مرکز سره نږدې جوړیږي. خلا ټکنالوژۍ د ایران د ګازو د سنټرفیوژونو لپاره مهمه وسیله ده چې یورانیم غني کوي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د فردو اتومي بټۍ سره نږدې د تازه فعالیتونو په هکله څه ندي ویلي.
د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې هم چې څارونکي یې همدا اوس په ایران کې دي پدې هکله تبصره نده کړې. دغې ادارې همدارنګه دا هم ندي ویلي چې آیا ایراني چارواکو ورته د فردو په اتومي بټۍ کې د تازه کارونو په هکله معلومات ورکړي که نه.