Home » افغانستان » ایران د هلمند سیند کې د حقابې ترلاسه کولو په خاطر د لا فشار راوړلو په لټه کې دی

ایران د هلمند سیند کې د حقابې ترلاسه کولو په خاطر د لا فشار راوړلو په لټه کې دی

ایراني چارواکي د هلمند له سینده د حقابې د ترلاسه کولو په خاطر پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو لپاره د غیر ډیپلوماتیکو لارو د کارولو په لټه کې دي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمېسیون غړي او په کابل کې د ایران پخواني سفیر فداحسین مالکي ویلي، د ایران د ملي امنیت عالي شورا له ډیپلوماسۍ پرته داسې لارې لټوي چې په مټ یې له هلمند سینده د ایران حقابه پرې ترلاسه شي.

هغه ویلي، په تهران کې د طالبانو د سفارت تړل یا له طالبانو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو کمول هغه انتخابونه دي چې د ملي امنیت عالي شورا د یوې کمېټې تر غور لاندې دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...