ایران یو ځل بیا ویلي چې د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته تیار دی.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان د افغانستان د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې د هرکلي تر څنګ ویلي ایران د افغانستان د ګاونډي په توګه د سولې کوربه توب ته تیار دی.
نوموړي ویلي تمه لري چې په افغانستان کې روانې جګړې پای ته ورسېږي، تاوتریخوالی کم شي، دایمي اوربند رامنځ ته شي او په سیمه کې دایمي سوله تامین شي.
هغه ویلي چې ایران د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي، منځګړیتوب ته تیار دی او د یوه ګاونډي په توګه تیار دی چې د سولې د خبرو د یوې برخې کوربه توب هم وکړي.
ایران تر دې مخکې هم ویلي وو چې د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته تیار دي.
له دې سره تېره ورځ د حکومت یوې باوري سرچینې ملي تلوېزیون ته ویلي چې افغان لوري پوره تیاری نیولی دی. او د اسد میاشتي په ۲۶ مه نېټه به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.
سهیل شاهین هم بي بي سي سره په خبرو کې تایید کړې چې د یوې اونۍ په اوږدو کې به له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.
له دې خبره څو ساعته وروسته ولسمشرغني تېره ماښام په رسمي توګه د څلور سوو طالب بندیانواو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوشې کولو دوه جلا فرمانونه لاسلیک کړ.