Home » افغانستان » ایران د اوبو په اړه د افغان ولسمشر د څرګندونو هرکلی وکړ
رویداد خبري آژانس
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده

ایران د اوبو په اړه د افغان ولسمشر د څرګندونو هرکلی وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشرغني د هغه څرګندونو هرکلی کړی چې تېره ورځ یې د کمال خان بند د پرانیستې د مراسمو پر مهال وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اوبو په برخه کې همکاري ډېرېږي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده تېر مازیګر یوې خبرې غونډې ته ویلي، د هلمند د سیند حقوقي بنسټ لري او د ۱۳۵۱ کال کې د تړون له مخې د ایران د ابو حقوق معلوم دي او افغان دولت د ایران دې حق ته ژمن دی.

خطیب زاده زیاته کړه، ایران د افغان ولسمشر اشرف غني د هغو څرګندونو هرکلی کوي چې وې ویل، اوبه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ موضوع ده او په دې برخه کې به چمتووالی نیسي.

ولسمشرغني تېره ورځ د کمال خان بند د پرانیستې پر مهال وویل، وروسته له دې ایران ته وړیا اوبه نه ورکوي او په وینا یې ایران دې تېل راکړي موږ به اوبه ورکړو.

دا په داسې حال کې دی چې وړاندې تر دې د هلمند د سیند اوبه پرېمانه ایران ته روانې وې او هیڅ پوښتنه یې نه کېدله.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...