Home » افغانستان » ایران: د افغانستان د خلکو ګټې، امنیت او پرمختګ باید د نړیوالو سازمانونو لومړیتوب وي

ایران: د افغانستان د خلکو ګټې، امنیت او پرمختګ باید د نړیوالو سازمانونو لومړیتوب وي

د یوناما مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال «علي باقري کني» سره کتلي او د افغانستان په وروستیو بدلونونو او د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه یې خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبه، د غویي ۲۴مه) په یوه اعلامیه کې د دې کتنې خبر ورکړی دی.

د اعلامیې له مخې، باقري په دې کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو کړنلاره باید د افغانستان د خلکو ګټو ته د لومړیتوب پر اساس وي، او د افغانستان امنیت، پرمختګ او د افغانانو د ژوندانه د ښه والي او هوساینې تضمین وکړي.

هغه همداراز ویلي چې افغانستان ته د هغو افغانانو د راستنېدو لپاره باید زمینه برابره شي چې د ایران په ګډون یې له هېواده بهر زده‌کړې کړې او مهارتونه یې زده کړي او د هغوی له ظرفیتونو څخه کار واخیستل شي.

هغه په ​​ډاګه کړې، چې په تېرو دوو لسيزو کې د افغانستان او سيمې خلکو ته د اوښتو زيانونو د جبرانولو مسووليت هم د لوېديځ، په ځانګړې توګه د امريکا دى.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې له باقري سره په کتنه کې په افغانستان کې د بدلونونو پیچلتیا او د فعالانو او د هغوی د دریځونو ګڼوالي ته په اشارې د افغانستان له پرمختګ او ثبات سره د مرستې لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو د دریځونو د همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...