د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یکشنبه، د تلې لومړۍ، ویلي چې ۱۲ تنه یې د اسرائیل سره د همکارۍ او د دې هیواد امنیت پر ضد کړنو پلان لرلو په تور نیولي دي.
ایراني ځواکونو پرته لدې چې نور جزیات ورکړي چې دا کسان ایرانیان که د بهرنیو هیوادونو اتباع دي، په یوې اعلامیې کې ویلي:” اسرائیل او غربي متحدین یې په ځانګړې توګه متحده ایالات په غزې او لبنان کې پخپلو اهدافو کې بریالي نشول او اوس غواړي چې زمونږ د هیواد امنیت پر ضد کړنې تنظیم کړي”.
په اعلامیې کې ویل شوي چې دا ۱۲ کسیزه شبکه د ایران په شپږو بیلا بیلو ولایتونو کې نیول شوې خو د نیول کیدو د نیټې په هکله یې څه ندي ویلي.
د ایران حکومت په داسې حال کې د دې ۱۲ کسانو د نیولو خبر ورکوي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس او په لبنان کې د حزب الله – اسرائیل تر منځ د شخړو له کبله په منځني ختیځ کې د کړکیچ لمن پرخه شوې.
سره لدې چې ایراني چارواکو په پرله پسې توګه د غچ اخیستنې خبرداري ورکړي خو د ښاغلي هنیه تر وژل کیدو نږدې دوه میاشتې وروسته هم ایران غلی دی.