Home » افغانستان » ایران دوه افغانان اعدام کړل

ایران دوه افغانان اعدام کړل

د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې د دوو افغانانو په ګډون د یاد هېواد په قزل حصار زندان کې اته کسان اعدام شوي دي.

دغه سازمان په یو راپور کې لیکلي چې چهارشنبې، د تلې ۱۱مه د دوو افغانانو په ګډون څه کم اته کسان په بېلابېلو جرمونو لکه جګړې، جنسي تېري او قصدي وژنې په تور په اعدام محکوم شوي وو، چې د کرج په قزل حصار کې اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د معلوماتو پر بنسټ، دا دوه افغانان هم د جنسي تېري په تور اعدام شوي، خو لا یې د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم افغانان د بېلابېلو لاملونو لکه جنایي جرمونه او د نشه یي توکو د قاچاق په تور د ایران په بندخونو کې اعدام شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بشري حقونو سازمان څو ورځې وړاندې اعلان کړی و، چې د دوو افغانانو په ګډون څه کم۱۴ کسان د شېراز په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کرېکټ ملی لوبدله

د کرېکټ ملي لوبډلې په يو ورځنيو سياليو کې اووم مقام ترلاسه کړ

افغان کرېکټ بورډ وايي، د ...