Home » افغانستان » ایران دوه افغانان اعدام کړل

ایران دوه افغانان اعدام کړل

د «هه‌نګاو» په نامه دایران د بشري حقونو یو سازمان وایي، د ایران د شېراز په مرکزي زندان کې دوه افغانان اعدام شوي دي.

دې سازمان (سه شنبه د چنګاښ ۱۲مه) ویلي چې دا کسان د ایران د قضایي نهادونو لخوا د نشه یي توکو د اړوند جرمونو په تور په اعدام محکوم شوي وو.

د «هه‌نګاو» د راپور پراساس اعدام شوي کسان علی‌الله بخش او افضل‌الله بخش نومېدل او د یکشنبې په سهار (د چنګاښ ۱۰مه) اعدام شوي دي.

دې سازمان زیاته کړې چې دا دوه کسان درې کاله مخکې د ایراني ځواکونو له خوا نیول شوي وو.

ایراني محکمې تر اوسه د دې کسانو د اعدام په اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم یو شمېر افغانان د نشه یي توکو او نورو جرمو په تور د ایران د محکمو لخوا اعدام شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...