Home » اقتصادی » ایران ته ۴۵ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ولیږدول شول

ایران ته ۴۵ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ولیږدول شول

د سټنډرډ ملي ادارې ایران ته د ۴۵ ټانکره بې کیفیته تېلو له مسترد کولو خبر ورکړی دی.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نن يې د فراه په ۷۸میل بندر کې ۴۵ ټانکره بې کیفیته تېل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې پرون هم د یاد ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هم ۱۶ ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته مسترد کړي وو.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...