ایراني چارواکو ویلي امریکا د نورو د ملامتولو په ځای باید مسولانه عمل وکړي او افغانستان دې ژر تر ژره پریږدي، د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده دا خبره نن چهار شنبه د زمري ۲۹ (۱۹ اګست) رسنیو ته کړې.
خطیبزاده دا خبره پداسې مهال کې کوي چې څه موده وړاندې پر ایران تور پورې شو چې د امریکايي سرتیرو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي.
څه موده وړاندې یو شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړل چې ایران افغانستان کې د امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو د وژلو لپاره طالب وسلوالو ته پیسې ور کړې او د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پر پخواني مشر قاسم سلیماني د برید یو دلیل هم د ایران او طالبانو اړیکه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي”امریکا افغانستان کې پخپله جوړه جبه کې ایساره ده او له خپل وطن زرګونه کیلومتره لرې د امریکايي ځواکونو وینې د سپینې ماڼۍ د ناسمو واکمنانو له امله تویېږي. د افغانستان بې ګنا خلکو ته هم له وینې بهېدلو او کلونو کلونو جنګ پرته بله نتیجه نه لري.”
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چې د امریکا حکومت افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو کورنیو ته کوم ځواب نه لري.
امریکا متحده ایالات تر دې دمه د ایران دې خبرو ته څه نه دي ویلي، خو وسلوالو طالبانو دا ادعا رد کړې ده چې، ګني دوي د امریکايي سرتیرو د ژولو لپاره له ایرانه پیسې اخلي.