د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي شاوخوا ۳۰۰ افغان وګړي چې ایران کې زندانیان ول، د کابل او تهران د بندیانو د ورسپارلو د تړون له مخې هېواد ته را انتقال شول.
د بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته وویل ۳۰۳ افغان بندیان چې دولس یې ښځې دي، د ایران د درېیو بندخونو څخه له دوغارون سرحد څخه افغانستان ته را انتقال شول.
د بهرنیو چارو وزارت دا روښانه نه کړه چې دغو وګړو د کومو دلایلو له امله بندیان شوي و.
دغه وزارت وايي د کابل او تهران هېوادونو ترمنځ د ندیانو د انتقال دا دوهمه مرحله وه چې عملي شوه.