څه موده وړاندې نیویارک ټایمز یو راپور خپور کړی چې په کې لیکل شوي و، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په اتومي تاسیساتو د برید پلان درلود، له دې راپور په نشریدا سره ایران هېواد توند غبرګون ښودلی.
راپورونه وايي د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي رسنیو ته ویلي پر ایران د امریکا هر ډول برید ته سخت ځواب ورکولای شو، خو نوموړی وايي چې د دا ډول پیښو احتمال لږ وي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د نومبر پر ۱۲مه ولسمشر ټرمپ د خپلو سلاکارانو څخه پوښتنه کړې چې ایا په راتلونکو اوونیو کې د ایران پر اصلي اټمي تأسیساتو د برید لپاره انتخابونه شته؟
بل لور ته د اټمې انرژۍ نړیواله اداره وايي چې ایران د بډای شویو یورانیمو زېرمه کولو ته دوام ورکړی دی.
راپورونه وایي ټرمپ د اټمې انرژۍ د نړیوالې ادارې تر راپور وروسته دا پوښتنه کړې ده.