Home » افغانستان » ایراني پولیسو ناقانونه کډوالو ته د دندې او اوسېدو ځای ورکول جرم وبلل

ایراني پولیسو ناقانونه کډوالو ته د دندې او اوسېدو ځای ورکول جرم وبلل

د ایراني پولیسو عمومي قومندان، احمدرضا رادان ویلي، چې ناقانونه کډوال په یاد هېواد کې د دندې او ژوند کولو اجازه نه لري او هغوی ته د دندې او اوسېدلو ځای ورکول جرم بلل کېږي.

د راپورونو له مخې، نوموړي (شنبې، د تلې ۱۵مه) په یوه ټلویزوني خپرونه کې ویلي چې د روان کال په لړ کې د دوه میلیون کډوالو ایستلو ته ژمن دی. د ایران ډېری برخه کډوال افغانان دي.

رادان ویلي چې د یران پولیسو د روان کال په لړ کې څه باندې ۵۰۰زره کسان نیولي او ایستلي دي، د هغه په خبره څه باندې ۲۵۰ زره نورو کسانو هم خپل ځانونه را وپېزندل او وایستل شول.

ښاغلي رضا زیاته کړې چې له ایران څخه په ټوله کې ۷۵۰ زره کډوال ایستل شوي او پاتې کسان به هم وایستل شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...