د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل ولسوالي د پولیسو قوماندان حمید نوري وايي چې په وروستیو کې یې په دې ولسوالۍ کې نژدې ۳۰۰ بې اسناده کډوال نیولي دي.
د راپورنو له مخې، نوري پرون (دوشنبې، د سلواغې لومړۍ نېټه) د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا ته ویلي چې دا کسان د ټولنیز امنیت د پیاوړتیا د طرحې د تطبیق په لړ کې نیول شوي دي.
حمید نوري د نیول شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو په دې هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه روانه ده.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم ایراني چارواکو په زاهدان او شاوخوا سیمو کې د نږدې ۴۰۰ غیرقانوني کډوالو د نیولو خبر ورکړی و.