Home » افغانستان » اکبر اغا:امریکا د سولې بین الافغاني مذاکراتو کې لاسوهنه کوي
رویداد خبري آژانس

اکبر اغا:امریکا د سولې بین الافغاني مذاکراتو کې لاسوهنه کوي

د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي، امریکایان د سولې بین الافغاني خبرو کې لاسوهنه کوي.

نوموړي پرون پنجشنبې د اکتوبر۱ (تلې۱۱) په مزار شریف کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې مذاکراتي ټيمونه بايد د سولې رامنځته شوی فرصت ضايع نه کړي او خپلې خبرې ګړندۍ کړي.

د نوموړي په خبره، امریکایان د سولې بین الافغاني خبرو بهیر کې په لاسوهنې سره هڅه کوي د افغانانو ترمنځ بې باوري زیاته او دنياوالو ته وښيي، چې افغانان سوله نه بلکې جګړه غواړي.

اکبر اغا په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو له دواړو افغاني لوریو غوښتنه کړې ده چې خبرې بیا پیل او ژر یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...