پاکستانۍ ايکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د هغو سرچينو په حواله چې کابل ته د طالبانو له دننه کېدو وروسته د پاکستاني چارواکو او يادې ډلې ترمنځ له خبرو باخبر دي راپور ورکړی، چې د پاکستان له حکومت سره د سولې نه کولو په صورت کې به اسلامي امارت د تحريک طالبان پاکستان يا TTP پر وړاندې وسلهوال اقدام کوي او له منځه به يې وړي.
ورځپاڼې د سرچينو په حواله زياته کړې چې کابل ته د پاکستاني چارواکو له لوري د وروستيو سفرونو په ترڅ کې، پاکستاني چاروکو د دغه هېواد تر حاکميت لاندې قبايلو، پښتونخوا او بلوچستان کې پر وسلهوالو فعاليتونو د بوختو مهمو کسانو نوملړ اسلامي امارت ته سپارلی. څو ياد کسان ونيسي او پاکستان ته يې ور وسپاري.
د راپور له مخې افغان طالبانو پاکستاني چارواکو ته د دې په بدل کې وړانديزو کړی چې له تحريک طالبان پاکستان ډلې سره د سولې مذاکرات وکړي او که دغه مذاکرات بريالي نه شي، نو خپله اسلامي امارت به يې پر وړاندې عمليات پيل او له منځه به يې يوسي.
په راپو کې د سرچينې په حواله زياته شوې چې د حقاني شبکې مشر سراجالدين حقاني په يادو مذاکراتو کې د منځګړي په توګه د رول ادا کولو ته چمتووالی وښود او په دې توګه د پاکستاني چارواکو او تحريک طالبان پاکستان ډلې يو شمېر غړيو ترمنځ څو ناستې هم ترسره شوي دي.
ايکسپرېس ټرېبيون ته دغه مالومات په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان هم تائيد کړي او د نوموړي په حواله يې په راپور کې زياته کړې، د پاکستان بهرنيو چارو وزير کابل ته د اکټبور په ۲۱مه په خپل وروستي سفر کې چې د ISI مشر فېض حميد يې هم ملتيا کوله، له اسلامي امارت وغوښتل چې د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان ضد ډلو پر وړاندې اقدام وکړي او له منځه يې يوسي.
منصور احمد خان ويلي چې اسلامي امارت دا نه دي ويلي چې TTP ته په خپله خاروه کې ځای ورکوي او يا به يې هم مشران خوندي وساتي. خو په خبره يې اسلامي امارت ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به په هېڅ صورت د پاکستان او نورو هېوادونو پر ضد نه کارېږي او د هر ډول متوجه تهديد مخه به نيسي.
په دې وروستيو کې د تحريک طالبان پاکستان په اړه داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې له پاکستان سره يې اوربند اعلان کړی، خو دې ډلې بيا دا راپورونه رد کړل او زياته يې کړه چې د پاکستان پوځ پر وړاندې به خپلو مرګونو بريدونو ته دوام ورکړي.