Home » اقتصادی » ايلان ماسک د ۴۴ مېليارد ډالرو په مقابل کې د ټوېټر شرکت وپېره

ايلان ماسک د ۴۴ مېليارد ډالرو په مقابل کې د ټوېټر شرکت وپېره

روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ټوېټر شرکت مديره هيئت د ايلان ماسک هغه وړانديز ته چې د ۴۴ مېليارد ډالرو په مقابل کې يې د دې شرکت د پېرلو په اړه کړی و، مثبت ځواب ورکړی.

د ټوېټر رئيس برت تيلور پرون دوشنبه د (غويي په ۵مه) په يوه بيان کې ويلي، چې د ټوېټر مديره هئيت د ايلان ماسک د وړانديز اروزنې لپاره جامع طرحه چمتوو کړې او پر اساس يې نوموړي ته مثبت ځواب ورکړل شوی دی.

له دې سره ايلان ماسک ويلي چې د ټوېټر شرکت دغه پېرنه يې شخصي ده او د نوموړي د ټسلا له لوی شرکت سره هېڅ تړاو نه لري.

نوموړي زياته کړې چې د بيان ازادۍ ته ژمن دی او له همدې کبله يې له خپلو مخالفانو غوښتي چې په ټوېټر کې پاتې شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټروډو استعفا ته د ټرمپ غبرګون: کاناډا باید زموږ ایالت شي

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ...