Home » افغانستان » ايران کې د ترافيکي پېښې له امله ۷تنه افغان کډوال مړه شوي

ايران کې د ترافيکي پېښې له امله ۷تنه افغان کډوال مړه شوي

ايراني چارواکو خبر ورکړی چې د ذاهدان ولايت په اړوندو سيمو کې د افغان کډوالو د سوارلۍ يوه موټر د ټکر کېدو په پېښه کې ۷تنه افغانان مړه شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

د چارواکو په خبره، پېښه د تېرې جمعې په ورځ د (کب په ۲۷مه) د خاش-ذاهدان په لاره رامنځته شوې ده. د دوی په خبره په موتر کې هغه افغانان سپاره ول چې ايران ته په قاچاقي لارو ورغلي او هوډ يې درلود چې د ايران له لارې ترکيې ته واوړي.

د ذاهدان روغتيايي مسوولانو ويلي چې د پېښې ټبيان يې په خاش ولايت کې د مام خميني روغتون ته لېږدولي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړی دی.

وروسته له هغې چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک ونيو، ورسره سم له هېواد څخه د کډوالۍ سيل هم پيل شو. په وروستيو کې ايراني چارواکو خبر ورکړ چې په ورځنۍ توګه ۵زره افغانان په قانوني توګه د نيمروز له لارې ايران ته ور اوړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...