د ايران په ختيځ کې نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۸مه) يو مسافر وړونکی اورګاډی له کرښې اوښتی او چپه شوی دی.
چارواکو ويلي چې دغه پېښه د ايران خراسان ولايت د سوېلي طبس ولسوالۍ په تمځای کې رامنځته شوې ده. ایراني رسنيو د دې هېواد د چارواکو په حواله ويلي، چې په دې پېښه کې ټولټال ۱۳تنه وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې د ټپي شوو کسانو له ډلې د ۱۶ تنو روغتيايي وضعيت نازک دی.
دغه اورګاډی هغه مهال له کرښې ووت، چې له طبس ښار څخه د يزد ښار پر لور روان و.