Home » افغانستان » ايران: په ورځنۍ توګه ۵زره افغان کډوال ايران ته اوړي

ايران: په ورځنۍ توګه ۵زره افغان کډوال ايران ته اوړي

په ايران کې يو شمېر مرسته رسوونکي بنسټونه وايي، له هغه وروسته چې طالبانو په افغانستان کې واک نيولی، نږدې يو ميليون افغان وګړي دې هېواد ته کډوال شوي دي.

د يادو بنسټونو د مالوماتو له مخې، موندنو ښودلې چې په ورځڼۍ توګه ۵زره تنه افغانان له پولې د ايران خوا ته ور تېرېږي او د کار کولو په موخه دې هېواد کې پاتې کېږي.

په همدې حال کې نيويارک ټايمز هم د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې تازه له افغانستان څخه د کډوالۍ يوه پراخه لړۍ پيل شوې ده. د ورځپاڼې د راپور له مخې، ياد افغان کډوال له طالباانو څخه د ځان خونديتوب په موخه ايران ته ځي او ايران ورته د نورو هېوادونو په پرتله يو اسان غوراوی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...