ايراني چارواکو يو وار بيا په افغانستان کې د يوه داسې ټولګډونه دولت پر رامنځته کولو ټينګار کړی، چې د افغانستان ټول قومونه او اقشار په کې د خپلې ونډې احساس وکړي.
د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان دا څرګندونې پرون د نيوزيلنډ له بهرنيو چارو وزيرې نانايا ماهوتا سره د خبرو پرمهال کړي دي. نوموړي ويلي، په افغانستان کې له ټولو قومونو تشکيل شوی ټولګډونه دولت، په دې هېواد کې د سولې او ثبات د تحکيم لپاره د اړتيا وړ بستر برابروي.
د عبداللهيان په خبره، په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د هڅو دوام مهم دی او په خبره يې، د يادو هڅو پايله بايد دا وي چې له مخې يې په افغانستان کې ټولګدون دولت رامنځته شي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام په ايران کې د افغان کډوالو مسئلې ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې دامهال شاوخوا ۴ ميليون افغان کډوال په ايران کې مېشت دي او زياتوي، دوی ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د نړيوالې ټولنې ملاتړ او مرستو ته اړتيا ده.
په همدې حال کې د نيوزيلنډ بهرنيو چارو وزيرې ماهوتا هم په ايران کې افغان کډوالو ته د سرپنا برابرولو له امله د ايراني چارواکو هڅې ستايلي او زياته کړې يې ده، چې نيوزيلنډ به له ايران سره د کډوالو د مديريت په برخه کې همکاريو ته دوام ورکړي.