په داسې حال کې چې پر افغانستان د ط.البانو د دويم ځلي واکمنۍ يو کال پوره شو، ورسره سم ايراني چارواکو ويلي چې امريکا اوس هم په افغانستان کې استخباراتي نفوذ لري.
د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل د يادو ځواکونو ماتې بللې او د همدې موضوع په دوام يې زياته کړې، چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته اوس هم په افغانستان کې د امريکا استخباراتي نفوذ موجود دی.
نوموړي ويلي، چې امريکا له خپل دې نفوذ په ګټنې سره په دې هڅه کې دی، چې په افغانستان کې يو بيا د جګړې اور بل کړي او په دې توګه د سيمې امنيت ته هم خطر پېښ کړي.
قمي په د افغانستان د حکومت رسميت پېژندلو مسئلې ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې ايران په افغانستان کې د يوه مشروع حکومت د رسميت پېژندلو په موخه يو لړ ملاحضات تعريف کړي او د يادو ملاحضاتو په چوکاټ کې به د افغانستان حکومت د رسميت پېژندنې مسئله تعقيبوي.
د نوموړي په خبره د ټولګډونه حکومت جوړول، د هلمند سيند په اوبو کې برخه، د پولو امنيت خونديتوب، له نشهيي توکو او ترهګرۍ سره مبارزه د ايران په ملاحضاتو کې شامل دي.
قمي زياته کړې، که څه هم ايران په اوسنيو شرايطو کې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل لري؛ خو زياتوي چې دا تعامل د دوی د حکومت رسميت پېژندلو په مانا نه دی.
قمي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د افغانستان سرپرست حکومت د يوه کال په تېرېدو سره هم د هيڅ کوم هېواد له لوري په رسميت نه دی پېژندل شوی.