ايراني چارواکو يو وار بيا په افغانستان کې د يوه ټولشموله دولت د رامنځته کولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې د دې کار لپاره يو لړ سيمهييزو هڅو ته اړتيا ده.
دا څرګندونې د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبدالهيان په چين کې د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېودونو غونډې ته کړې دي. نوموړي ويلي په افغانستان کې د ټولشموله دولت رامنځته کولو په موخه د سيمې هېوادونو ترمنځ يوه خپلمنځي سياسي ميکانېزم او دغه راز د افغانانو د ملاتړ په موخه د يوه مالي صندوق جوړل اړين دي.
نوموړي ويلي، په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت د سيمې هېوادونو لپاره خورا مهم دی؛ خو په خبره يې دا کار هغه وخت ممکن دی چې په افغانستان کې د خلکو په توافق يو ټولګدونه دولت رامنځته شي.
عبدالهيان امريکا تورنه کړې چې په افغانستان کې د خپل حضور پرمهال يې هغه ډول اساسي کارونه نه دي کړې، چې له مخې يې افغانان په خپلو پښو ودرېږي.
په همدې حال کې نوموړي په افغانستان کې د داعش ډلې پر فعاليتونو هم اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د يادې ډلې ترهګريز فعاليتونه لا هم د سيمې هېوادونو لپاره د يوې اندېښنې په توګه مطرح دي.
اسلامي امارت په وار وار ويلي چې داعش ډله د افغانستان په هېڅ سيمه کې فزيکي حضور نه لري، نو له همدې کبله دغه ډله جدي خطر نه شي پېښولی.