Home » افغانستان » ايران: يو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د نيابتي جګړې پيلولو هڅه کوي

ايران: يو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د نيابتي جګړې پيلولو هڅه کوي

ايراني چارواکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د جګړې له ختمېدو وروسته بيا ځينې هېوادونه غواړي چې دغلته نيابتي جګړه پيل کړي.

د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي کابل ته خپل سفر په ترڅ ويلي، يو شمېر هېوادونه سر له اوسه په دې هڅه کې چې دي چې افغانستان بيا د نيابتي جګړې پر ميدان بدل کړي او د دې کار لپاره په افغانستان کې ترهګري پلمه کوي.

نوموړي زياته کړې ايران دامهال د افغانستان په اړه د سيمې هېوادونو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه، هغه څه چې په افغانستان کې تېر شول، ارزوي.

له دې سره پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سيمې هېوادونو د استازو په يوه انلاين کنفرانس کې د خبرو پرمهال ويلي، وروستيو پېښو ته په پام سره اوس هم داسې هڅې کېږي چې په افغانستان کې جګړه دوام پيدا کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...