Home » افغانستان » ايران له افغانستان څخه د ۱۳۵۱ کال د تړون پر بنسټ اوبه غوښتي

ايران له افغانستان څخه د ۱۳۵۱ کال د تړون پر بنسټ اوبه غوښتي

د افغانستان او ايران ترمنځ د اوبو پر سر د بحثونو په ترڅ کې، تازه ايران وړانديز کړی چې د افغانستان حکومت دې په ۱۳۵۱ لمريز کال کې د هلمند سيند د اوبو په اړه د شوې تړون پر بنسټ اوبه ورکړي.

دا غوښتنه پرون د چهارشنبې په ورځ د (زمري په ۱۹مه) د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي او د  ایران د انرژۍ وزير علي اکبر محرابيان ترمنځ په ليدنه کې مطرح شوې.

د بهرنيو چارو وزارت د ياند مرستيال حفيظ احمد ضيا‌ء په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې ایراني پلاوي د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ کال د تړون پر تطبيق ټينګار وکړ.

نوموړي زياته کړې، چې د ياد تړون د تطبيق په صورت کې ايراني پلاوي ډاډ ورکړی، چې هېواد يې په افغانستان کې د انرژۍ په توليد، کرنه، اوبو رسولو او د کانونو د کيندنې په برخو کې همکارۍ ته چمتوو دی.

حفيظ احمد ضياء ويلي، د ليدنې پرمهال دواړو لوريو ټينګار وکړ چې افغانستان او ايران ګډ اقتصادي، کلتوري او ټولنيز مشترکات لري او هڅه بايد وشي، چې سيمه‌ييز او نړيوال ناسالم رقابتونه يې د پرمختګ مخه ډب نه کړي.

نوموړی زياتوي، چې متقي او محرابيان د افغانستان او ايران ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا، د ستونزو پر ډيپلوماتيک حل او د ورته ناستو پر دوام ټينګار کړی.

ايران داسې مهال د اوبو په اړه په ۱۳۵۱ لمريز کال کې د شوي تړون د پلي کولو غوښتنه کوي، چې له دې وړاندې ياد هېواد په نوموړي تړون کې له ذکر شوې اندازې د زياتو اوبو غوښتونکی و.

د اوبو د تنظيم چارو شنونکي ادعا کوي، چې ايران په تېرو څو لسيزو کې د دې تړون خلاف زياته اندازه اوبه له افغانستان څخه ترلاسه کړي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...