Home » افغانستان » ايران: د سياسي بې ثباتۍ له امله افغانستان ته د ايران صادرات لږ شوي

ايران: د سياسي بې ثباتۍ له امله افغانستان ته د ايران صادرات لږ شوي

ايراني چارواکي وايي، په افغانستان او عراق کې سياسي بې ثباتۍ د دې سبب شوي چې يادو دواړو هېوادونو ته د ايراني توکو د صادراتو کچه په مراتبو را ټيټه شي.

د ايران د سوداګرۍ پراختيا ادارې د نړيوال کار پياوړتيا برخې مرستيال احمد رضا علايي رسنيو ته تائيد کړي، چې دامهال افغانستان ته د ايران د صادراتو ګراف خورا ټيټ شوی او زياتوي، د افغانستان ترڅنګ عراق هم هغه هېواد دی، چې د ايران صادرات ورته کم شوي دي.

نوموړي ويلي، چې د صادراتو د کچې کموالي عمده لامل په افغانستان او عراق کې سياسي بې ثباتي ده او له همدې کبله سوداګر زړه نه ښه کوي، چې په پراخه کچه سوداګري وکړي.

د علايي په خبره، افغانستان دامهال له ايران څخه په وارداتي برخه کې د پلاستيکي توکو پر واردولو ډېره تکيه کوي او په خبره يې عراق بيا برعکس له ايران څخه کرنيز توکي واردوي.

نوموړي دا نه ده روښانه کړې، چې دامهال ايران؛ افغانستان ته د څو ميليون ډالرو په ارزښت صادرات کوي، خو ويلي يې دي چې د صادراتو دا کچه د تېر په پرتله ډېره ټيټه شوې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...