Home » افغانستان » ايران د افغان کډوالو لپاره له ملګرو ملتونو د مرستې کړې

ايران د افغان کډوالو لپاره له ملګرو ملتونو د مرستې کړې

د ایران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له همغږي کوونکي مارتين ګرېفټس سره ليدلي او دواړو خواوو په افغانستان کې پر بشري وضعيت او په ايران کې د ميشتو افغان کډوالو پر وضعيت خبرې کړي دي.

عبداللهيان ويلي، په افغانستان کې بشري وضعيت لا هم په ښه حالت کې نه دی او اړتيا ده، چې ياد وضعيت ته د ملګرو ملتونو په شمول د نړيوالې ټولنې پاملرنه زياته شي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې، په ايران کې د ميشتو افغان کډوالو پر وضعيت هم تم شوی او ويلي يې دي، چې ايران دا مهال د شاوخوا ۵ ميليونه افغان کډوالو کوربه‌توب کوي.

د عبداللهيان په خبره، په ورځنۍ توګه زرګونه افغان کډوال په دې هڅه کې دي، چې له پولو تېر او ايران ته ور واوړي. هغه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته له ورغلو افغان کډوالو سره ملګرو ملتونو هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

نوموړي ټينګار کړی، چې افغان کډوال د خپلو اړتياوو د پوره کولو په موخه د ملګرو ملتونو په شمول د نړيوالو مرستو ته اړتيا لري.

په همدې حال کې مارټين ګرېفټس د افغان کډوالو د کوربه‌توب له امله د ايران مننه کړې او ويلي يې دي، چې ياد هېواد له افغان کډوالو سره ښه چلند اختيار کړی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...