ايراني چارواکو خبر ورکړی چې دې هېواد ته د ورغلو افغان کډوالو د ثبت او راجسټريش لړۍ لا هم دوام لري او د ثبت کېدو په صورت کې به ورسره لازمه همکاري کېږي.
د ايران د وګړو او بهرنيو کډوالو وزارت چارواکو ويلي، چې له دې د زياتې مودې لپاره د افغان کډوالو د نومليکنې لړۍ نه شي غځولی او په خبره يې د ټاکلې نيټې په پوره کېدو سره به دا لړۍ په بشپړه توګه بنده شي.
چارواکو ويلي، چې د اقامې او کار خدمتونو اړوند دفترونو کې به د افغان کډوالو د نومليکنې پروسه د روانې غبرګولې مياشتې تر پايه پورې دوام وکړي.
د دوی په خبره که له نومليکنې پاتې شوي افغانان ځانونه ثبت نه کړي، نو په ايران کې پاتې کېدل يې ناقانونه حسابېږي او له همدې کبله به د قانون پربنسټ له دې هېواد وايستل شي.
په افغانستان کې له څه باندې ۹ مياشتې وړاندې د سياسي بدلون په ترڅ کې، سلګونه زره افغانان د ايران په شمول ګاونډيو هېوادونو، اروپا او امريکا ته کډوال شول.
د يادو کډوالو له ډلې ډېر کم هغه يې بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.