په افغانستان کې د بشری وضعيت په تړاو د اندېښنو په ترڅ کې د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان وړانديز کړی، چې د سيمې هېوادونه دې د افغانستان پر وضعيت د بحث لپاره سره جرګه شي.
نوموړي دغه وړانديز پرون سېشنبه د (تلې په ۲۶مه) د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره په ليدنه کې کړی دي.
عبداللهيان زياته کړې، دامهال په ايران کې ۴ ميليون افغان کډوال اوسي، چې له ډلې يې ۱ ميليون هغه واک ته د طالبانو له بيا رسېدو په وروسته موده کې ايران ته ور اوښتي دي. نوموړي ټينګار کړی، په افغانستان کې سوله او ثبات کولی شي دا زمينه برابره کړي، چې د ګاونډيو هېوادونو په شمول نورو هېوادونو ته کډوال شوي افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او په خبره يې په دې توګه پر ګاونډيو هېوادونو موجوده فشار راکم شي.
امير عبداللهيان زياته کړې، چې د تهران په کوربهتوب د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ورته احتمالي غونډې کولی شي، په افغانستان کې د سولې او ثبات فرصتونه زيات کړي.
له دې سره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ويلي، چې په افغانستان کې د وضعيت له خرابېدو سره دغلته د خلکو د ژوند کچه خورا ټيټه شوې ده. نوموړي زياته کړې، ايران او پاکستان کولی شي چې د ګډې همغږۍ له لارې د افغانستان په وضعيت ښه کولو کې سالم رول ولوبوي.
صادق خان ويلي، ايران او پاکستان د سيمې هغه هېوادونه دي، چې په افغانستان کې د وضعيت خرابېدو له امله يې زيان ليدلی دی.