Home » افغانستان » ايران او تاجکستان د ګډو هڅو له لارې په افغانستان کې پر سولې ټينګار کړی

ايران او تاجکستان د ګډو هڅو له لارې په افغانستان کې پر سولې ټينګار کړی

د ايران د پوځ لوی درستز محمد باقري تاجکستان ته د خپل سفر په دويمه ورځ، نن چهارشنبه د (غويي په ۲۸مه) د دې هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره لېدلي او د افغانستان وضعيت په اړه يې ورسره بحث کړی.

باقري ويلي، افغانستان د تاجکستان او ايران د يوه ګاونډي هېواد په توګه د همکارۍ حق لري او زياته کړې يې ده، چې دا همکارۍ بايد پر دې مترکزې وې څو پر بنسټ يې په افغانستان کې سوله او ثبات ټينګ شي.

نوموړي زياته کړې، چې د تاجکستاني او ايراني ځواکونه ترمنځ د نږدې همکاريو پر مټ کولی شي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له خوندي‌تابه سره مرسته وکړي.

له دې سره د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د ايران له پوځي همکاريو هرکلی کړی او زياته کړې يې ده، چې ځواکونه به يې په سيمه کې د امنيت خونديتوب په موخه خپلې هڅې جاري وساتي.

نوموړي ويلي، تاجکستان چمتوو دی چې د افغانستان په شمول د سيمې له هېوادونو سره د سولې او ټيکاو په ټينګښت کې رغنده همکاري او رول ولري.

ايران او تاجکستان داسې مهال په افغانستان کې د سولې او ټيکاو له ټينګښت سره د همکارۍ په اړه خبرې کوي، چې دوې ورځې وړاندې د جمعي امنيت تړون غړو هېوادونو له افغانستان سره د منځنۍ اسيا هېوادونو د پولو پر وضعيت اندېښنه وښوده.

دوی ټينګار وکړ چې وضعيت ته په پام دې دمنځنۍ اسيا هېوادونو پر هغو سيمو تمرکز زيات شي، چې له افغانستان سره پر پوله پرتې دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...