په کابل کې د ايران سفارت مرستيال سېد حسن مرتضوي پرون يکشنبه د (غبرګولي په ۸مه) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خليل الرحمن حقاني سره ليدلي او د کډوالو پر وړاندې پر پرتو ستونزو يې خبرې کړي دي.
د يادې ليدنې پرمهال مرتضوي زياته کړې، په افغانستان کې له بدلون وروسته تهران دسلګونه زرو هغو نورو اضافي کډوالو کوربهتوب کوي، چې د ياد بدلون پرمهال او يا هم له هغه وروسته نوموړي هېواد ته ورغلي دي.
نوموړي زياته کړې، ايران که څه هم په خپله خاوره کې د افغان کډوالو لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته کړي؛ خو په بشپړه توګه د ستونزو مخنيوي لپاره کډې همکارۍ او همغږۍ ته اړتيا ده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليلالرحمن حقاني هم ډاډ ورکړی چې افغان حکومت په ايران کې د افغان کډوالو د ستونزو هواري په موخه هر راز همکارۍ ته چمتوو دی.
نوموړي ټينګار کړی چې د کډې همکارۍ له مخې دې پر يوه داسې تګلاره کار وشي، چې پر بنسټ يې په ايران کې د افغان کډوالو ستونزې په بشپړه توګه له منځه لاړې شي.