په کابل کې د ايران د سفارت يو پلاوی د لومړي ځل لپاره خوست ولايت ته تللی او دغلته يې د ايراني سوداګرو لپاره د پانګونې په موخه وضعيت ارزولی دی.
دې پلاوي ويلي، ايراني پانګوال او سوداګر چمتوو دي چې په خوست کې پانګونه وکړي او هم په دې ولايت کې سوداګرۍ ته لاسرسی پيدا کړي. ايراني پلاوي زياته کړې چې په خوست کې د پانګونې لپاره موجوده امکاناتو ته په پام سره، د دې هېواد پانګوال چمتوو دي چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې د خوست ځايي چارواکو هم ډاډ ورکړی، چې د نوموړي ولايت موقعيت ته په پام سره دامهال په خوست کې د پانګونې لپاره ښه فرصت رامنځته شوی.
دوی زياته کړې چې ځايي چارواکي د ايران او نورو هېوادونو له سوداګرو او پانګوالو سره هر راز همکارۍ ته چمتوو دي.
د ايراني پلاوي دې سفر په ترڅ کې د پکتيا او خوست ولايتونو د شهيدانو او معلولينو پر زرګونه کورنيو د لومړنيو توکو مرستې هم وېشل شوي دي.