Home » افغانستان » ايراني او هندي چارواکو په افغانستان کې د ټول‌ګډونه دولت پر رامنځته کولو خبرې کړي

ايراني او هندي چارواکو په افغانستان کې د ټول‌ګډونه دولت پر رامنځته کولو خبرې کړي

د ايران بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان پرون چهارشنبه د (غبرګولي په ۲۰مه) نوي ډهلي ته د سفر په ترڅ کې له خپل هنددي سيال جي شنکر سره ليدلي دي.

د هند بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې په دې ليدنه کې د ايران او هند ترمنځ پر دوه اړخيزه مسايلو سربېره د سيمې او افغانستان پر وضعيت هم خبرې شوي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې له افغانستان سره د بشري مرستو دوام هغه موضوع وه، چې دواړو بهرنيو چارو وزيرانو په لېدنه او بحث کې شامله وه.

په ورته وخت کې د ايران بهرنيو چارو وزارت هم د يادې لېدنې په اړه اعلاميه خپره کړې او د افغانستان په اړه په کې ويل شوي، چې د هند او ايران بهرنيو چارو وزيرانو په افغانستان پر سولې او ثبات خبرې کړي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې له موجوديت سخت اقتصادي وضعيت څخه د وتلو په موخه اړتيا ده چې په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت رامنځته شي. په اعلاميه کې زياته شوې، چې د افغانستان راتلونکي برخليک ټاکلو په موخه له ټولو قومونو او اقشارو د يوه ګډ حکومت جوړېدل غوره لار بلل شوې.

د جي شنکر او امير عبداللهيان په لېدنه کې د چابهار بندر پر پياوړتيا هم خبرې شوي او دغه بندر د منځنۍ اسيا او افغانستان لپاره مهم بللی شوی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...