د راپورونو پر بنسټ د اوکراین پارلمان غړي تیره ورځ رایې ورکړې چې هغه چارواکي به جریمه کېږي چې د خپل عاید په اړه ناسم معلومات ورکوي.
له دې وړاندې د اوکراین حکومت د یوې محکمې د پریکړې له مخې د اداري فساد پر وړاندې د قانون ځیني مادې لغوه کړې، د دې اقدام په غبرګون کې اوکرایني خلک انتقادونه وکړل.
چارواکي وايي د پارلمان د اوسنۍ پریکړې له مخې به ټول لوړپوړي چارواکي په الکترونیکي توګه خپلې شتمنۍ راپور کوي.
د اوکراین پارلمان زیاتوي یو قانون يې تصویب کړ چې له مخې به يې د عاید په اړه ناسم معلومات یو جرم وي.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراین له مودو راهیسې د اداري فساد له ستونزو سره لاس او ګریوان دی.