Home » سیمه او نړی » اوکراین له روسیې سره د مسکو د «ښه نیت» په شرط خبرې کړې

اوکراین له روسیې سره د مسکو د «ښه نیت» په شرط خبرې کړې

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، ډمیټرو کولبا په ګوانګ ‌ژو ښار کې له خپل چیني سیال سره په کتنه کې ویلي چې اوکراین له روسیې سره د خبرو لپاره چمتو دی، خو په دې شرط چې دا هېواد په «ښه نیت» خبرې پيل کړي.
د هغه په وینا چې تر اوسه د داسې خبرو اترو لپاره شرایط نه دي برابر شوي.

د چیني خبري اژانس شین‌هوا د راپور له مخې، کولبا او وانګ یي چهارشنبه د زمري ۳مه د چین په جنوب ګوانګ ژو ښار کې له یوبل سره کتلي. د روسیې او اوکراین له جګړې وروسته دا لومړی ځل دی چې یو اوکراییني جګپوړی چارواکی چین ته سفر کوي.

دیمیټرو کولبا همداراز ویلي: “هغه ​​بشپړ باور لري چې په اوکراین کې عادلانه سوله د چین لپاره ستراتیژیکه ګټه ده.”

د هغه په وینا چې دوی د «سولې لپاره د نړیوال ځواک» په توګه د چین رول خورا مهم ګڼي او روسیې پر اوکراین د برید له امله نړیوال ثبات، د ښه ګاونډیتوب د اړیکو پراختیا او په ځانګړې توګه د چین او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا ته زیان رسولی دی.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند هم ویلي چې دواړو خواوو د اوکراين د جګړې په اړه خپل نظرونه تبادله کړي او چين په دې باور دی چې د ټولو شخړو هوارول بالاخره خبرو اترو ته اړتيا لري.

د روسیې پر وړاندې د لوېدیځ د بندیزونو د یوه منتقد په توګه، بېجینګ هڅه کوي چې له مسکو سره خپلې اړیکې وساتي او همدارنګه د سولې ډیپلوماسۍ ته وده ورکړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر له دغو څرګندونو وروسته د کرملین ویاند دیمیټري پیسکوف ویلي چې له روسیې سره د خبرو اترو لپاره د کییف د چمتووالي په اړه د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر ډیمټري کولبا څرګندونې د روسیې له دریځ سره سمون لري، خو په وینا یې چې دوی باید نورو توضیحاتو ته په تمه پاتې شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...