د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر (شنبې، د وږي ۳۱مه) ویلي چې له ژمي مخکې روسیه د یاد هېواد پر هسته یي مرکز د برید د پلانولو په حال کې دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، اندری سیبیها د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې او متحدانو غوښتي چې د اوکراین په هسته یي مرکزونو کې دایمي نظارتي ماموریتونه جوړ کړي.
اندری سیبیها په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اوکراین استخباراتي ادارې ارزونه ښيي چې روسیه هوډ لري چې د اوکرایین هسته یي انرژي مرکزونه په نښه کړي.
بلخوا د اوکراین د ولسمشر د دفتر رییس، اندري یرماک د یاد هېواد پر هسته یي مرکز احتمالي برید ته د بېړني نړیوال غبرګون غوښتنه کړې ده.
نوموړي په تلګرام ویلي چې د «ترهګریزې» روسیې د احتمالي
برید لپاره تیاری ضروري دی.
یرماک له نړۍ، په ځانګړې توګه له لوېدیځو هېوادونو غوښتي چې د خپل «ژر او اړینو» اقداماتو په واسطه د یوه هسته یي ناورین د رامنځته کېدو مخه ونیسي.