Home » سیمه او نړی » اوکراین ته د نړیوالو پوځي مرستو دوام؛ پولنډ لس جنګي الوتکې ورکړې

اوکراین ته د نړیوالو پوځي مرستو دوام؛ پولنډ لس جنګي الوتکې ورکړې

پولنډ اوکراین ته لس MiG-29 جنګي الوتکې ورکړې چې د روسي ځواکونو د ځوابي برید لپاره چمتووالی ونیسي.

وارسا دغه خبر د دوشنبې په ورځ اعلان کړ.

تېر مارچ پولنډ وویل، اوکراین ته به د پخواني شوروي اتحاد ځینې جنګي الوتکې ورکړي او د تېرې میاشتې په پیل کې یې اوکراین ته څلور الوتکې سپارلې وې.

اوکراین چې د روسیې د ځوابي بریدونو لپاره ځان چمتو کوي د دغو الوتکو غوښتنه کړې ده. پولنډ لومړنی هېواد و چې اعلان یې وکړ اوکراین ته به جنګي الوتکې ورکوي.

له دې وروسته سلواکیا هم اعلان وکړ چې د اوکراین د هوايي ځواک په پیاوړي کولو کې به برخه اخلي او خپل ګاونډي هېواد اوکراین ته یې ۱۳ میګ ۲۹ الوتکې ورکړې دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...