Home » سیمه او نړی » اوکراييني چارواکي: د واګنر وسله وال بېلاروس ته اوښتي دي

اوکراييني چارواکي: د واګنر وسله وال بېلاروس ته اوښتي دي

د اوکرایین سرحدي ځواکونو تایید کړه چې د واګنر اجیرې ډلې وسله وال له روسیې ګاونډي بېلاروس ته اوښتي دي.

د اوکرایین سرحدي ګارد ‘ډي‌پي‌اېس‌یو’ ويلي د دې پر ارزونه بوخت دي چې مالومه کړي د واګنر څومره وسله وال اوس بېلاروس کې دي او دا چې هلته چېرته ځای پر ځای کېږي او څه اهداف لري.

بېلاروس له اوکرایین سره هم ګډه پوله لري.

په یوه ناتایید شوي رپوټ کې راغلي چې د شنبې سهار وختي د واګنر وسله والو شاوخوا ۶۰ ګاډي له روسیې پر پوله بېلاروس ته اوښتي دي.

واګنر ملېشې تېر جون کې له یوه لنډمهالي بغاوت سره د ولسمشر ولادیمیر پوتین واک وننګاوه.

دغه وسله وال هغه مهال له اوکرایین روسیې ته واوښتل او د مسکو پر لور غورځنګ کې یې د یو سرحدي ښار واګي هم لاس کې واخیستل.

دغه بغاوت وروسته د بېلاروس د ولسمشر ‘الکساندر لوکاشینکو’ په منځګړیتوب پر یوې هوکړې پای ته روسېد.

په دې هوکړه کې د واګنر جنګیالیو ته خوښه ورکړ شوې وه، چې یا دې د روسیې له پوځ سره یو ځای شي،‌ او یا دې د مسکو نږدې متحد بېلاروس ته واوړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...