په داسې حال کې چې د اوکراين او روسيې ترمنځ پر پوله لا هم لانجې دوام لري، تازه په اوکراين کې د روسيې احتمالي بريد د دفاع په موخه يو شمېر عامو خلکو ته پوځي تمرينونه پيل شوي دي.
په دې پوځي تمرينونو کې د پوهنتون محصلان، څېړونکي او ترکاڼان شامل دي. دوی چې په دوطلبانه توګه د اوکراين دفاع په موخه پوځي تمريناتو ته ورغلي وايي، هر څوک بايد دې ته چمتو وي چې پر اوکرين د بريد پرمهال دفاع وکړي.
دوی زياته کړې چې په داوطلبه توګه د اوکراين د دفاع لپاره چمتوو دي او نور ځوانان هم ورته کار ته چې په خبره يې ملي وجيبه ده، هڅوي.
وروسته له هغې چې روسيې له اوکراين سره پر پوله لسګونه زره سرتېري ځای پر ځای کړل، داسې انګېرنې پيدا شوې چې ګواکې روسيه پر اوکراين د بريد پلان لري.