Home » سیمه او نړی » اوکراين له روسي ځواکونو د يوې جزيرې د بېرته نيولو ادعا کړې

اوکراين له روسي ځواکونو د يوې جزيرې د بېرته نيولو ادعا کړې

د اوکراين د سويلي عملياتو پوځي قومندانۍ ادعا کړې، چې په تور سمندرګي کې د تازه هڅو په پايله کې توانيدلي چې په دې سمندرګي کې د اوکراين اړوند جزېره له روسي ځواکونو بېرته ونيسي.

دې قومندانۍ ويلي، چې په ياده جزېره کې يې د روسيې رادار او دغه راز د نوموړي هېواد د پوځيانو د مهماتو ځايونه په نښه کړي او په دې توګه توانېدلي چې روسي سرتېري په تور سمندرګي کې له دې جزېزې په شا کړي.

د سيټالايټ په وسيله تازه اخيستل شوي انځورونه هم ښيي، چې په تور سمندرګي کې هغه سيمې وېجاړې شوي، په کومو کې چې روسي سرتېري مېشت وو.

دغه جزېره روسي ځواکونو پر اوکراين د بريد په لومړيو کې نيولې وه؛ خو اوس يې اوکرايني ځواکونو د بېرته نيولو ادعا کړې ده.

له دې سره هم‌مهاله د اوکراين پوځ ويلي، چې پرون سې‌شنبه يې د روسي ځواکونو خلاف د دې هېواد په بېلابېلو سيمو کې ۱۵۰ بريدونه ترسره کړي چې په پايله کې ۴۹ تنه روسي سرتېري وژل شوي دي.

تر اوسه روسي ځواکونو د اوکراين دې تازه ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...