اوکرايني ځواکونو ادعا کړې چې پلازمېنه کيف ته له څېرمه ايرپېن ښارګوټي يې روسي ځواکونه په شا تمبولي او دغه ښارګوټی يې ترې بېرته نيولی دی.
اوکرايني ځواکونو د نوموړي ښارګوټي نيول خپله لاسته راوړنه ياده کړې او ويلي يې چې ياده لاسته راوړنه په جګړه کې د روسي ځواکونو د ماتولو پيلامه ده.
که څه هم پر اوکراين د روسيې بريو او د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه دويمې مياشتې ته دننه شوه؛ خو لا يې د بندولو په اړه واضېح احتمال نه دی مطرح شوی.
ټاکل شوې چې نن اوکرايني او روسي مرکچيان د سولې خبرو د نوي پړاو پيلولو په موخه د ترکيې په اسټامبول ښار کې جرګه شي. د رسنيو د راپورونو له مخې، د جګړې مبهم راتلونکي او دغه راز په اوکراين کې بشري وضعيت په پام سره، د نننيو مذاکراتو پايلې ته د دواړو لوريو هيلهمندي زياته ده.
پرون دوشنبه د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي ويلي و، چې له روسيې سره د خپلې سياسي بې طرفې پر سر بحث ته چمتوو دی؛ خو زياته کړې يې ده چې په ناټو سازمان کې د نه غړيتوب او سياسي بې طرفۍ موضوع به ټولپوښتنې ته ږدي.