Home » سیمه او نړی » اوکراين: د روسيې بريدو کې نږدې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اوکراين: د روسيې بريدو کې نږدې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اوکرايني چارواکو نن شنبه د (کب په ۷مه) خبر ورکړی چې د روسيې له لوري په روان بريد کې تر دې مهال نږدې ۱۲سوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اوکراين د روغتيا وزير وېکټور لياشکو نن په ادې اړه ويلي، چې د مرګ ژوبلې دې شمېرو له ډلې ۱۹۸ تنه وژل شوي او زر تنه تور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په خبره په وژل شوو کسانو کې ۳ تنه ماشومان هم شامل دي. دا چې په ياده مرګ ژوبله کې روسي سرتېري هم شامل دي که نه؟ لياشکو يې په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

نوموړي دغه راز زياته کړې، چې پنج‌شنبې په ورځ د فيبروري په ۲۴مه پر اوکراين د شمال، ختيځ او لوېديځ له خواوو د روسي ځواکونو د هوايي، راکېټي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې ۱۱۱۵ ننه ټپيان شوي چې په ډله کې يې ۳۳ ماشومان هم شامل دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...