جرمني د پولنډ هغه غوښتنه تصویب کړه، چې وکړای شي په جرمني کې جوړ شوي پنځه عرادې میګ-۲۹ (MiG-29) ډوله جنګي جټ الوتکې اوکراین ته ولېږي.
د جرمني دفاع وزارت پرون ویلي، د دې کار هدف د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د هوايي ځواک پیاوړي کول دي.
د پولنډ دفاع وزارت سم د لاسه د دې موضوع په باب تبصره نهده کړې.
د جرمني دفاع وزیر بوریس پیتوریوس (Boris Pistorius) ویلي، پولنډ دغه غوښتنه پرون پنجشنبه وړاندې کړې وه او په هغه ورځ د برلین تصویبولو ثابته کړه چې پر جرمني اعتماد کېدای شي.