د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې کاناډا له افغانستان سره درې میلیونه کاناډایي ډالر (معادل یې۲٫۲ امریکایي ډالر) له افغانستان سره مرسته کړې ده.
اوچا نن (چهارشنبې، د زمري ۱۷مه) په خپله اېکس پاڼه د کاناډا له دې همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي چې دې هېواد له ۲۰۱۹ کال راهیسې د افغانستان له خلکو سره په ټوله کې ۱۵٫۸ میلیون کاناډایي ډالر مرسته کړې ده.
اوچا تر دې وړاندې افغانستان ته د مرستې رسونې په خپرونه کې د بودیجې د کمښت له امله خبرداری ورکړی و.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د ۹٫۲میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳٫۷ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، په همدې خاطر اوچا د ۳٫۰۶میلیارد ډالر بودیجې غوښتنه کړې ده.