د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۱۴.۳ میلیونه خلک روغتیايي خدماتو ته اړتیا ولري.
له دغې اټکل شوې شمېرو څخه به یوازې ۹.۳ میلیونه خلک له دې خدماتو برخمن شي.
د دې خلکو له ډلې څخه ۲۳.۲ سلنه ښځې، ۵۳ سلنه ماشومان او ۹.۹ سلنه معلول کسان دي.
اوچا همداراز ټینګار کړی چې دې ډلو ته د اړینو خدماتو د چمتو کولو لپاره ۲۷۹.۷ میلیون ډالر بودیجې ته اړتیا ده.