په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې يا اوچا مسوولانو خبر ورکړی، چې د وروستۍ سختې زلزلې له امله په خوست او پکتيکا کې سلګونه ماشومان مړه او ټپيان شوي دي.
د دې ادارې رئیس کريس نيامندي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې د يادې زلزلې په ترڅ کې ۱۵۵ تنه ماشومان مړه او ۲۵۰ نور ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړې چې د يادو ماشومانو په اړه د ترسره شوې سروې له مخې، ۶۵ تنه داسې ماشومان هم شته چې په زلزله کې يې د کورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي او بې سرپرست پاتې شوي دي.
نيامندي اندېښنه ښودلې، چې د زلزلې په پايله کې پاتې شوي بې سرپرسته ماشومان له سواستفادې او ځورونې سره مخ دي. نوموړي ويلي چې له زلزلې ژوندي وتلي ماشومان تر خاورو د لاندې پاتې کېدو له امله سخت وېريدلي دي.
نوموړي دا هم ويلي، که له زلزله ځپلو ماشومانو سره جدي او بېړنۍ مرستې ونه شي، نو ښايي ياد زرګونه ماشومان د لومړنيو اړتياوو نه پوره کېدو له امله ژوند وبايلي.