د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، دا مهال شاوخوا ۶،۳ میلیونه افغانان؛ له اوو کسانو څخه یو یې د اوږدې مودې بې ځایه کیدو سره مخ دی.
دې ادارې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي چې دا شمېره په جنوبي اسیا کې د کورنیو بېځایه شویو تر ټولو لویه شمېره او په نړۍ کې د بې ځایه شویو دویم لوی شمېر دی.
اوچا ویلي چې د دغو کسانو له جملې څخه زياتو کسانو له يوې لسيزې څخه زيات خپل کورونه پرېښي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، افغانستان لا هم د لسیزو جګړو له پایلو، د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له امله رامنځته شوي کړکېچ او د بېوزلۍ له زیاتېدو سره مخ دی.
د OCHA د راپور له مخې، مرستندویه ادارو وړاندوینه کړې چې په ۲۰۲۴ کې به له پاکستان او ایران څخه ۱.۴۶ میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې تمه ده سږ کال ۴۸۳ زره کډوال له پاکستان او ۹۷۸ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د دغه راپور له مخې، د دغه شمېر کډوالو بېرته راستنېدو پر افغان ټولنې فشارونه ډېر کړي او بشري همکاران د اوږدمهاله حل لارو موندلو تر څنګ د هغوی بېړنۍ اړتیاوې ارزوي.
اوچا په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۹،۲ میلیونه اعلان کړی و، خو سږ کال یې ویلي چې په دغه هېواد کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د جګړو کموالی او په وروستیو دولسو میاشتو کې نسبي اقتصادي ثبات د دې لامل شوی چې د اړمنو کسانو شمېر د پیل په پرتله ۱۶ سلنه کم شي.