په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په دغه هېواد کې د چاودېدونکو توکو د قربانیانو پر ناوړه وضعیت بحث کړی او ټینګار شوی چې هره میاشت د دغو توکو له امله شاوخوا ۱۱۰ کسان ټپیان کېږي چې ډېری یې ماشومان دي.
دې ادارې د چنګاس په ۳۱مه په یوه راپور کې ويلي، چې تېر کال ۸۹ سلنه قربانیان ماشومان وو.
د دغه راپور له مخې، افغانستان له ۱۹۸۹ کال راهیسې د ځمکنیو ماینونو او د جګړې د پاتې شونو له امله له جدي ستونزو سره مخ دی او راپورونه ښيي چې تر ۴۵ زره ډېر کسان د دغه وضعیت قرباني شوي دي.
اوچا د ماین پاکۍ فعالیتونو لپاره د بودیجې نشتوالي ته هم اشاره کړې او خبرداری یې ورکړی چې که دا خدمات په سمه توګه ترسره نشي، د۳.۴ ملیون کسانو ژوند به له خطر سره مخ شي.
په راپور کې دا هم ویل شوي د افغانستان د ۲۶۲ ولسوالیو په ۱،۲ میلیونه متره مربع ځمکه کې ناچاوده توکي شته.
د اوچا د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ پورې ۱۴۰۱ کسان د ناچاودو توکو له امله مړه شوي چې ۸۶ سلنه یې ماشومان دي.
د ویلو ده چې د دغو پېښو يو اصلي لامل د پيسو ګټلو په موخه د کورنيو له خوا د فلزي ټوکر ټولول دي.