Home » افغانستان » اوچا: مرستندویه ادارې به له ننګونکي چاپېریال سربېره افغانانو ته مرستې ورسوي

اوچا: مرستندویه ادارې به له ننګونکي چاپېریال سربېره افغانانو ته مرستې ورسوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي، مرستندویه ادارې په افغانستان کې د خورا ننګونکي عملیاتي چاپېریال سره سره هڅه کوي چې ميلیونونو وګړو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسوي.

اوچا پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل چې نادولتي کورنۍ او نړیوالې موسسې په دغو هڅو کې مهم رول لوبولی او دې رول ته به دوام ورکړي.

طالبانو په نادولتي موسسو کې پر ښځینه کارکونکو لګول شوی بندیز تېره میاشت د ملګرو ملتونو ادارو ته هم وغځاوه، چې دې مسئلې په افغانستان کې د مرستو رسولو چارې ډېرې اغېزمنې کړې دي.

اوچا تر دې مخکې په یوه بل ټویټ کې د افغانستان وضعیت ډېر ستونزمن بللی او ویلي و چې دا هېواد نن ورځ د نړۍ له تر ټولو لوی بشري بحران سره مخ دی.

د اوچا په خبره د افغانستان د نفوس دوه درېیمه برخه یعنې ۲۸ ميلیون وګړي روان ۲۰۲۳ م کال کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...