Home » افغانستان » اوچا: له افغانستان سره بشريِ مرستې د بودیجې له کمښت سره مخ دي

اوچا: له افغانستان سره بشريِ مرستې د بودیجې له کمښت سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) وايي چې د ژوند اړوند پرګرامونه، لکه روغتیايي خدمتونه، سرپناه، خوراکي توکي، زده کړې او خوندیتوب په افغانستان کې د بوديجې د کمښت له امله له خطر سره مخ دي.

دې دفتر نن (چهارشنبې د چنګاښ ۲۰مه) په اېکس پاڼه لیکلي: “که پر وخت بودیجه چمتو نشو کړای، روان انساني ناورین به لا پراخ شي”

اوچا تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له غوښتل شوې درې میلیارده بودیجې څخه تر اوسه ۶۹۶میلیون ډالر ترلاسه کړې، چې ۲۲٫۸سلنه د اړتیا وړ بودیجه جوړوي.

د اوچا په وینا، په ۲۰۲۴ میلادي کال په افغانستان کې د ۲٫۹ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳٫۷ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

دې ادارې اړمنو ته د رسېدنې لپاره د ۳٫۰۶ میلیارډ ډالرو بودیجې غوښتنه کړې ده.

د بودیجې د کمښت له امله په ځینو ولایتونو کې روغتیایي پروګرامونه بند شوي دي.

ویل کېږي چې په دې وروستیو کې د بدخشان نسایي او ولادي روغتون د نړیوال روغتیایي سازمان د مرستو له پرې کولو سره بند شوی دی.

په نورو لرې پرتو سیمو کې هم د بودیجې د کمښت له امله د روغتیایي مرکزونو فعالیتونه بند شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...